کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی خواجه عمری ولسوالۍ سقوط ورورسته بیرته ونیول شوه

23 حمل 1397 ساعت 10:54

تیره شپه وسله والو طالبانو د غزنی ولایت خواجه عمری ولسوالۍ باندی برید کړي او څو ساعتونو لپاره دا ولسوالۍ سقوط وکړ خو بیرته امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.



د غزنی ولایت ولایتي شورا مرستیال امان‎الله کامراني په وینا وسله‎والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۲ بجې پر یادې ولسوالۍ برید کړی او یاده ولسوالۍ یې د څو ساعتونو لپاره سقوط کړه.
نوموړی وايي چې ولسوالۍ بېرته سهار د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې، خو په خبره‌یې چې وسله‎والو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او نور توکي سوځولي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه ردوي، خو بریدونه مني چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو پر خواجه عمري ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه کړي چې پر مهال‌یې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي چې یادې ولسوالۍ ته سمدستي له مرکزه کمکي سرتېري تللي او د وسله‎والو طالبانو بریدونه‌یې په شا تمبولي دي.
دی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه‌يې معلومات نه‎لري.
بل‎خوا بیا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي برښنالیک کې ويلي چې ولسوالۍ سقوط کړی او لسګونه افغان سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 


د مطلب کود: 161688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161688/غزنی-خواجه-عمری-ولسوالۍ-سقوط-ورورسته-بیرته-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com