دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 161693
کابل کې د درېیو پر له پسې چاودنو مخه ونیول شوه
په کابل کې امنیتي سرچینې وایي، امنیتی ځواکونو د کابل ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د درېیو پر له پسې چاودنو مخه نیولې ده.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکی وایي، د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې پرون ماښام د کابل د قره بارغ ولسوالی په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې مخه ونیول شوه.
چارواکي زیاتوي، چې دغه ماین د پاینده خېل ولسوالی اړوند ید یو پلچک لاندې ځای پر ځای شوی وه.
د چارواکو په وینا، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوټې سنګې له سیمې څخه هم یوه ماین کشف او ترلاسه شوه او د شپږمې امنیتي حوزې به مربوطاتو یوه کور ته څېرمه ځای پر ځای شوی لاسې بم هم د چاودنې مخکې کشف او شنډ کړای شو.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې دلې د وسله والو طالبانو په ګډون هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ښارونو او لایتونو کې خپل ترهګریز فعالیتونه ګړندي کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b8frhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته