دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 161698
په اسلام‎اباد کې د افغانستان او ایران سفیران پر سولې غږېدلي
په اسلام‎اباد کې د افغانستان او ایران سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او له طالبانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر د دې لیدنې کتنې په اړه لیکلي چې له مهدي هنردوست سره‌یې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سولې پر هڅو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د دې لیدنې کتنې نور جزئیات تر اوسه نه‎دي څرګند شوي.
افغانستان، ایران او هند تېر کال موافقه وکړه چې د هغې له مخې افغانستان او هند کولای شي چې د چابهار د بندر له لارې تجارت وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq9q7ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته