کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اسلام‎اباد کې د افغانستان او ایران سفیران پر سولې غږېدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 حمل 1397 ساعت 12:06

په اسلام‎اباد کې د افغانستان او ایران سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او له طالبانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.


په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر د دې لیدنې کتنې په اړه لیکلي چې له مهدي هنردوست سره‌یې پر دوه اړخیزو اړیکو، د سولې پر هڅو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د دې لیدنې کتنې نور جزئیات تر اوسه نه‎دي څرګند شوي.
افغانستان، ایران او هند تېر کال موافقه وکړه چې د هغې له مخې افغانستان او هند کولای شي چې د چابهار د بندر له لارې تجارت وکړي.


د مطلب کود: 161698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161698/په-اسلام-اباد-کې-د-افغانستان-او-ایران-سفیران-پر-سولې-غږېدلي

آوا
  https://www.avapress.com