دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 161704
د کندز هوایي برید په اړه د بشري حقونو د څار سازمان غبرګون
د بشري حقونو څار سازمان په کندز ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه غبرګون وښود.
یاد سازمان په یوه راپور کې لیکلي، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو د ځپلو په موخه هوایي بریدونه یوځل بیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کې د ځایي خلکو په حواله لیکل شوي، چې په دغه برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي که څه هم افغان پوځ او ملي دفاع وزارت وایي په دغه برید کې د طالبانو ۱۵ مهم ډلمشران، د طالبانو د کوټې شورا غړی په ګډون، وژل شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان د ځایي خبریالانو په حواله لیکلي، چې د پیښې له ځای څخه لسګونه کسان، د ماشومانو په ګډون، روغتونو ته لېږل شوي.
په همدې حال کې یاد سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې دشت ارچی ولسوالی له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او که څه هم د جګړې د قانون له مخې د لوړپوړو طالب مشرانو او چارواکو پر وړاندې بریدونه جایز ګڼل کېږي، خو پر یوه مدرسه برید ناسمه ده.
په  راپور کې دا هم راغلي، چې د امریکا پوځ او افغان حکومت د تلفاتو په اړه د پلټنې راپورونه په ندرت له خلکو سره شریک کوي.
د بشري حقونو څار سازمان په همدې حال کې وایي، د ملکي تلفاتو د پلټنې او مخنیوي لپاره د حکومت اقدامات او تدابیر ډیر لږ دی او د وسله والو طالبانو ډلمشران هم کله نا کله د ملکیانو په منځ کې پټېږي.
یاد سازمان ټینګار کوي، چې په جګړه ښکېل ټول خواوې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او پلټنې په برخه کې مسئولیت لري او د جګړې په وخت د ملکي وګړو او پوځي هدفونو ترمنځ باید توپیر وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7z8zejh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته