دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 161705
لوګر کې ۳۰ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شول
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو له خوا ۳۰ تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.
د دغه وزارت د نشراتو رئيس محمد کبیر حقمل امریکا غږ اشنا ته وویل، چې یاد ښوونځي ۱۱ ورځې مخکې طالبانو تړلي وو.
هغه وویل "په دغو ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ۳۰ ښوونځي شامل دي، چې ۱۰ لیسې، ۸ منځني او ۱۲ لومړني ښوونځي دي".
ښاغلي حقمل زیاته کړه، وسله‌والو طالبانو دغه ښوونځي د افغان ځواکونو له خوا پر یو کور د عملیاتو په غبرګون کې تړلي وو.
د افغان امنیتي چارواکو پر ینا، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ډلې یو سیمه‌ییز قوماندان وژل شوی وو.
ښاغلي حقمل وویل، چې د دغو ښوونځیو په بیرته پرانیستلو کې د سیمې دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د کورنیو غړو منځګړیتوب کړی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې په دغو ښوونځیو کې د ۲۲۶۲ نجونو په ګډون ۱۱۴۳۶ تنه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ښوونځیو په وړاندې ګواښونه په داسې حال کې موجود دي، چې د افغان ولسمشر روان تعلیمي کال د پوهنې په نوم نومولی او په دې برخه کې یې له خلکو څخه د ملي حشر غوښتنه کړې.
ښاغلي غني د نوي تعلیمي کال په مراسمو کې د ښوونځیو د امنیت په خوندیتوب ټینګار وکړ او له امنیتي ارګانونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له ملکي ادارو سره همکاري وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxydytw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته