دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 161711
د پولیسو ۷۰۰ رنجر موټر په ناقانونه توګه پر چارواکو ویشل شوي
د پولیسو سلګونه رنجر موټر د پولیسو افسرانو، د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراییه ریاست، امنیت شورا او د ملي شورا کار کونکو او سیاسي څیرو په واک کې ورکړل شوي دي.

زرګونه دولتي موټر چې مرسته کوونکي هیوادونو د افغانستان خلکو ته ورکړي، همدا اوس له پخوانیو دولتي چارواکو او سیاسي څیرو ترپښو لاندې دي.
د یک تلویزیون د موندې پر بنسټ، نږدې اووه سوه د پولیسو موټر چې ډيری یې رنجر دي، په ناقانونه توګه، د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراییه ریاست، ملي امنیت شورا، د وزارتونو کارکوونکو، پارلمان استازو او سیاسي څيرو ترمنځ ویشل شوي دي.

یک تلویزیون د هغو پنځه سوو کسانو نوملړ ترلاسه کړی چې په ناقانونه توګه د پولیسو رنجر موټر کاروي.
دغه نوملړ کې د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو نومونه هم شامل دي چې د پولیسو رنجر او زغره وال موټر له ځان سره لیږدوي.
د دغه وزارت ډیری وزیران او معینان حاضر نشول چې په دې تړاو د کمرې مخې ته وضاحت ورکړي، خو په ټیلیفوني اړیکه کې یې وویل چې دا موټر یې د ځان د ساتنې په موخه د ولسمشر په امر ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم مني چې د یاد وزارت پخواني چارواکي د ولسمشر غني په امر زغره وال او نور موټر ترلاسه کړي دي.

دغه نوملړ کې همداشان، د کورنیو چارو وزارت د لسګونه برحال او احتیاطی جنرالانو نومونه هم شته چې په ناقانونه توګه د پولیسو موټر لیږدوي.
دغه نوملړکې هغه موټر چې د کورنیو چارو وزارت د افسرانو او نورو چارواکو په واک کې دي، د (خارج تشکیل) په موم یاد شوي دي.
پخوا به د دولتي لوړپوړو چارواکو ته د موټرو ویش د ولسمشرۍ ماڼۍ د جلا حکمونو پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت چارواکو له خوا ورکول کیدل، خو اوس ویشل شوي موټر د ۳۸۷۴ شمیرې حکم پر بنسټ، بیرته راټولیږي.
د یک تلویزیون دموندنو پر بنسټ، حتا د کورنیو چاور وزارت یوه مرستیال، یو رنجر د خپل کور د موټر چلوونکي لپاره ځانګړی کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي د دغه وزارت احتیاطی افسران هم د موټر او روغنیاتو مستحق دي، خو اضافي موټر به له دوی او نورو دولتي چارواکو تر راتلونکي شلو ورځو پورې واخیستل شي.
د ملي شورا یو شمیر استازي هم ناقانونه توګه د پولیسو له رنجر موټر ګټنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي د پولیسو څه باندې ۱۷۰رنجر موټر د ملي شورا استازو سره دي، خو یک تلویزیون تر اوسه توانیدلی چې د ملي شورا د څه باندې څلویښتو اوسنیو او پخوانیو استازو نومونو ته لاس رسۍومومي.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا، افغان پولیسو ته د رنجر موټرو سپارل درولي دي.
ولسمشر غني امر کړی چې د پولیسو ټول موټر چې په ناقانونه توګه د چارواکو له لوري کارول کیږي، بیرته راټول شي.
د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې تر اوسه یې ۲۰۰ رنجر موټر ټول کړي او تر راتلونکي یوې میاشتې به ټول چارواکي له دغو موټر خلاص کړي.
 
https://avapress.com/vdccssqss2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته