دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 161731
کونړ ولایت کې داعش وسله والو څلور تنه د خپل ماین ښکار شول
د کونړ ولایت په مربوطه سیمه کې داعش ډلې څلور غړۍ خپل ماین ښکار شوي دی.

 د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، پرون د چپې درې ولسوالی اړوند په د وچ ناوې په سیمه کې څلور تنه داعش وسله وال هغه مهال د خپل ماین ښکار شول چې غوښتل یې د سړک پر غاړې یوه خود سازه ماین ځای پر ځای کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcexz8zzjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته