دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 161754
ولسمشر غنی امر کړي ترڅو غزنی خواجه عمری ولسوالي پیښه وڅیړل شی
ولسمشر غنی امنیتی نهادونو ته امر کړي ترڅو د غزنی خواجه عمری ولسوالی باندی دطالبانو ډله ایز برید په اړه څیړنه وکړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد اشرف غنی، ولسمشرد طالبانو ډله ایز برید پره خواجه عمری ولسوالی باندی غندلی او امنیتی ځواکونو ته امر کړي ترڅو د خواجه عمری ولسوالی موضوع په هر اړخیزه توګه وڅیړی.
طالبان پرون سهار پنجشبه حمل ۲۳، خواجه عمری ولسوالی باندی برید وکړ.
د طالبانو تهاجمی برید په اړ کې د پولیسو قوماندی تعمیر باندی، د د خواجه عمری ولسوالی مرکز او اطرافو پایګاوو کې ۱۴ تنه وژل شوی او ۱۰تنه نور ټپیان شوی دی.
رمضان علی محسنی؛ د غزنی پولیسو قوماندی امنیت آمر وویل چی دا برید د ناتو هوایی ځواکونو په دخالت سره پای ته ورسید چی د هوایی برید په ترڅ کې د دولت ۴۵ مسلح مخالفان ووژل شو.
 
 
https://avapress.com/vdcjivevxuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته