کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قانونی: مسلح مخالفانو ته د سولې په بهانه ځمکو ویښنه، افغانستان تجزیه کوی

24 حمل 1397 ساعت 8:48

محمد یونس قانونی، د ریاست جمهوری پخوانۍ معاون وایی چی د هیواد یو وجب خاوره ویښنه د سولې په بهانه د دولت مسلح مخالفانو ته، د افغانستان تجزیه په معنی ده.


 
د آوا په ګزارش سره، محمد یونس قانونی پرون د ( نهضت صلح، عدالت و آزادی افغانستان ) د موجودیت اعلان په مراسمو کې وویل چی سوله د سولې په ویلو سره نه رامنځته کیږی.
هغه وویل چی په هیواد کې سولې او امنیت تامین لپاره باید عملی او جامع او ملی حقیقتونو سره مل برنامه ترلاس لاندی ونیول شی.
قانونی ټینګار وکړ چی که نړیوال ټولنه او سیمه ایز هیوادونه په افغانستان کې د سولې تامین لپاره اراده ولری، سوله راتلونکې دی.
هغه مسلح مخالفانو ته د ځمکو ویښنه د افغانستان تجزیه وبلل او وویل: د سولې په پروسه کې ځینی هڅې روانې دی ترڅو د افغانستان جغرافیا ځینی برخې د امن مناطقو په حیث مخالفانو ته وسپارل شی؛ خو ددی ځمکې یو وجب خاوری ورکونه مسلح مخالفانو ته ددی هیواد تجزیه په معنی دی او هیڅوک په افغانستان کې تجزیه لپاره نه دی آماده.
ښاغلی قانونی وایی چی هغه کسان چی سولې طرحې وړاندیز کړي، عاقلانه فکر وکړی.
ددی مخکې ګلبدین حکمتیار، د اسلامی ګوند مشر افغانستان حکومت ته د سولې طرحی په وړاندیز کې د طالبانو لپار امن سیمو رامنځته کولو غوښتونکې شو.
هغه ویلی وو چی ترڅو طالبان د افغانستان په داخل کې امن نه وی، سولې مذاکری ته غاړه کښینږدی.
 


د مطلب کود: 161755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161755/قانونی-مسلح-مخالفانو-ته-د-سولې-په-بهانه-ځمکو-ویښنه-افغانستان-تجزیه-کوی

آوا
  https://www.avapress.com