دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 161756
پمپیو: افغانستان کې به د ترهګرۍ ګواښ ترختمیدو پوری به پاته شو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته نوماند مایک پمپیو د امریکا سنا په مجلس کې وویل چی امریکا به په افغانستان کې تر هغه وخت پوری پاته وی ترڅو ترهګرۍ ګواښ نه وی ختم شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ د امریکايي سناتوران ګڼو پوښتنو ته ځواب ووايه او ټینګار یې وکړ چې که سنا د باور رایه ورکړه، نو د ولسمشر دونالد ټرمپ بهرنۍ تګلاره به په بشپړه توګه پلي کړي.
د ښاغلي پمپیو د خبرو عمده برخه د روسیې، ایران او شمالي کوریا په هکله وه.
د سنا د مجلس یو غړي وویل چې روسیه د اقتصاد نه د وسلې په توگه استفاده کوي او په اوکراین کې یې د روسیې لاسوهنو ته هم اشاره وکړه، ښاغلي پمپیو پدې اړه وویل چې د روسیې د سیاستونو پر وړاندې به د یو لوی نړیوال دیپلوماتیک اتحاد په لټه کې شي او زیاته یې کړه چې د اوکراین سره د امریکا د مرستو ملاتړ کوي.
د ایران په اړه ښاغلي پمپیو وویل چې د اټومي موافقې نه یې گټه پورته کړې، او د هغه په وینا دا د ایران په گټه ده چې پدې موافقه کې پاته شي.
ښاغلی پمپیو د یوه کال لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی ای د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وړاندې د کانګرس غړی و.
https://avapress.com/vdcbs8b80rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته