دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 161763
په شیندند کې ۲۰ تنه امنیتی سرتیری په شهادت رسیدلي
سیمه ایز چارواکې په هرات کې وایی چی په شیندند ولسوالۍ کې د لرزانک کلي امنیتی پوستي سقوط له امله، ځینی امنیتی سرتیری په شهادت رسیدلی او ځینی یی ټپيان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلانی فرهاد، د هرات والی ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی تیره شپه په لسګونه کسان طالابن په ډله ایز توګه یاد پوستو باندی برید کړي.
هغه وویل چی دا نښته څو ساعته ادامه درلود او طالبان د پرمختللی تجهیزاتو لکه شپی لیدونکې، درانه اسلحی، راکت انداز او توپ څخه هم ګته اخیستی دی.
د فرهاد په وینا، کمکی ځواکونه سیمی ته رسیدلی وو هم د طالبان سره نښته کړي؛ ددی نښتی په ترڅ کې ۹ تنه امنیتی سرتیری په شهادت ورسید.
د تیری شپی په نښته کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ هم ۱۲ تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلی او ۳ تنه نور یی ټپیان شوی وو.
همدارنګه د نظم عامه تولی قوماندی رنجر نښتې له امله هم خپله او موټر چلوونکې یی په شهادت رسیدلي.
له بل لوری، رسمی سرچینی تاییدوی چی لږ ترلږه پنځه لس تنه طالبان هم وژل شوی او ۲۲ تنه یی ټپیان شوی دی.
د هرات والی ویاند وایی چی یو هیاتی د سیمې ولسوال په ریاست چی اطلاعاتی او امنیتی اداراتو نمایندګانو څخه تشکیل شوی، سیمې ته اعزام شوي.
په حاضر حال کې امنیتی ځواکونه په دی سیمه کې مستقر شوی دی.
دا په داسی حال کې چی هرات شیندند اوسیدونکې وایی چی که دولت ددی ولسوالی ناامنی ته کوم نظر ونه کړی، د خپل ځان ساتلو لپاره به د طالبانو حاکمیت ومني.
 
 
https://avapress.com/vdcjmvevtuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته