دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۲۱
د مطلب کود : 161770
که د انسان قاچاق مخه ونه نیول شی نو امریکا مالی مرستې به پاکستان سره قطع شی
امریکا خبرداری ورکړی چی پاکستان اقدامات د انسان قاچاق پرضد مبارزی لپاره کافی نه وی، مالی مرستې به ددی هیواد لپاره قطع شی.

پاکستان په کال کې په سلهاوو میلیونونه دالره مالی او انکشافی مرستې امریکا څخه لاسته راوړی.
د رویترز خبرګزاری په ګزارش سره، امریکا شاید خپل غیری نظامی مرستې پاکستان سره د ۲۶۵ میلیون دالرو په اندازه تخمین کیږی، ددی لپاره که پاکستان چارواکې د انسان قاچاق سره مبارزی لپاره لازم هڅه ونه کړی، قطع به شی.
سربیره پردی، ویل کیږی چی د امریکا خارجه وزارت په نظر کې لری ترڅو پاکستان د هغه هیوادونو په نوملړ کې داخل کړی چی انسان قاچاق تخلفات ترسره کوی.
احسان اقبال، د پاکستان داخله وزیر، رویترز خبرګزاری ویلی چی هیواد یی د انسان قاچاق په وړاندی سخت اقدامات ترلاس لاندی لری او د امریکا څخه غوښتي چی د انسان قاچاق بهانه، پاکستان باندی سیاسی فشار وارد نه کړی.
د امریکا خارجه وزارت تراوسه په مستقیم توګه د پاکستان سره غیری نظامی مرستو قطع کولو لپاره کوم څه نه دی بیان کړي.
مخکې له دی امریکا په ۲۰۱۸ کال کې، امنیتی مرستې پاکستان سره چی تقریبآ دوه میلیارد دالرو ته رسیږی، وځنډول. دا اقدام ددواړو هیوادونو اړیکې مشکلاتو سره مخ کړي.
واشنګتن د اسلام آباد سره امنیتی مرستو ځنډونه د پاکستان ناکامی د تروریستی ډلو په وړاندی مبارزه کې بللی دی.
 
https://avapress.com/vdchqznzv23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته