د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکو په ادعا، ددی ولایت قره باغ ولسوالی کې د طالبانو برید له امله د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی، پنځه تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلی دی.
د غزنی په قره باغ کې د طالبانو برید له امله ۵ امنیتی سرتیری وژل شوي
25 حمل 1397 ساعت 7:38
د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکو په ادعا، ددی ولایت قره باغ ولسوالی کې د طالبانو برید له امله د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی، پنځه تنه امنیتی ځواکونه په شهادت رسیدلی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په وینا وسله والو طالبانو تېره شپه پر یادو امنیتي پوستو حمله وکړه.
نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ۹ تنه طالبان هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د چارواکو د معلوماتو له مخې د ولسوال په ګډون ۱۴ پولیس او دولتي مامورین ووژل شول.
د مطلب کود: 161772