کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې تیرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې څه ناڅه ۵۵ تنو ته مرګژوبله اوښتي

25 حمل 1397 ساعت 7:44

د جوزجان امنیتی چارواکې وایی چی ددی ولایت درزآب په ولسوالۍ کې د ناتو ماموریت او ملی پوځ ځانګړو ځواکونو د عملیاتونو په ترڅ کې تیرو ۴۸ ساعتونو کې، ۳۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور یی ټپیان شوي.


د شاهین ٢٠٩ قل اردو ویاند حنیف رضایي وایی چې د داعش یو لوپوړی قوماندان محمدیوسف مشهور په خنجر، هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

ښاغلي رضایي وویل "د امریکایي او افغان د ځانگړو ځواکونو په ۴٨ ساعته عملیاتو کې چې په تیرو دوو شپو کې وشول ښه لاس ته راوړنې درلودې چې څه دپاسه ٥٥ داعشي ترهگر په کې وژل شوي او ټپي شوي دي."
د ٢٠٩ قل اردو ویاند همداشان وایي چې د داعش یو بل قواندان شبیراحمد، هم پدغو عملیاتو کې ټپي شوی دی.
تر اوسه د داعش ډلې د خپل یو قواندان او نورو افرادو د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي.
پدې ترڅ کې د جوزجان ولایت د عامه روغتیا مسولینو روغتون ته د یو مړي او اتو تنو ټپیانو د انتقال خبر ورکړی دی.
رپوټونه وایي چې ددغو عملیاتو وروسته د درزآب ولسوالي د داعش له محاصرې وتلې ده.


د مطلب کود: 161773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161773/په-جوزجان-ولایت-کې-تیرو-۴۸-ساعتونو-ترڅ-څه-ناڅه-۵۵-تنو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com