دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 161786
په جوزجان کې ٥٥ داعشیانو ته مرگ ژوبله اوښتې
د افغانستان په شمال کې امنیتي مقامات وایي د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د افغانستان د ملي پوځ د ځانگړو قواو او د قاطع ماموریت د ځواکونو په ۴٨ ساعته عملیاتو کې د داعش څه دپاسه ٣٢ جگړه ماران وژل شوي او له ٢٠ زیات ټپیان شوي دي.
د افغانستان په شمال کې د شاهین ٢٠٩ قل اردو ویاند حنیف رضایي د امریکا غږ ته دا هم وویل چې د داعش یو لوپوړی قوماندان محمدیوسف مشهور په خنجر، هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
ښاغلي رضایي وویل "د امریکایي او افغان د ځانگړو ځواکونو په ۴٨ ساعته عملیاتو کې چې په تیرو دوو شپو کې وشول ښه لاس ته راوړنې درلودې چې څه دپاسه ٥٥ داعشي ترهگر په کې وژل شوي او ټپي شوي دي."
د ٢٠٩ قل اردو ویاند همداشان وایي چې د داعش یو بل قواندان شبیراحمد، هم پدغو عملیاتو کې ټپي شوی دی.
تر اوسه د داعش ډلې د خپل یو قواندان او نورو افرادو د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي.
پدې ترڅ کې د جوزجان ولایت د عامه روغتیا مسولینو روغتون ته د یو مړي او اتو تنو ټپیانو د انتقال خبر ورکړی دی.
د جوزجان د عامه روغتیا رئیس ډاکتر حفیظ‌ الله، امریکا غږ ته وویل "د پرون راهیسې اته ټپیان روغتون ته انتقال شوي، د درزآب او قیصار، نه څلور نور کسان لا هم بستر دي، او مړی د یوې ښځې و".
د جوزجان د پولیسو امر حفیظ خاشي ویلي دي چې د داعش د ځپلو عملیات د تیرې شپې په ١٢ بجو پای ته رسیدلي دي.
رپوټونه وایي چې ددغو عملیاتو وروسته د درزآب ولسوالي د داعش له محاصرې وتلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevz8zpjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته