د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کابل کې د رای ورکونکو د نوم لیکنې یوه مرکز ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه.
ښاغلي عبدالله له نوم لیکنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې د نوم لیکنې نېږدې مرکزونو ته ورشي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
عبدالله عبدالله یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت مشران بیا د انتخاباتي کمېسیونو په چارو کې مداخله ونه کړي.
د عبدالله په باور که څه هم د نوم لیکنې لړۍ په ځنډ پیل شوه خو بیا هم د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه لوی ګام دی.
اجرائيه رئیس همدا راز وویل چې د هېواد امنیتي وضعیت لاهم د انتخاباتو پر وړاندې لویه ننګه ده خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.