دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 161812
فراه کې ملی اردو سرتیرو ته مرګژوبله اوښتي
د فراه ولایت سیمه ایز چارواکې وایی چی ددی ولایت د هک په سیمه کې طالبان پر ملی اردو ځواکونو برید ترسره کړي چی په ترڅ کې یی اته تنه شهیدان او دری نور ټپیان شوی دی.

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور په وینا تیره شپه وسله والو طالبانو د فراه ولایت د مرکز په شمالي دروازه کې یوه ډله ییز برید وکړ، چې له امله یې د ملي اردو د سرحدي ځواکونو اته سرتیري ووژ ل شول او درې نورټپیان شول.
ښاغلي بختور وویل، دا جګړه د څو ساعتونو لپاره روانه وه،چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو دوه پوځي وسایط هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو په یو پیغام کې ویلي، چې د فراه ولایت مرکز د " دهک" په سیمه کې یې د تیرې شپې په برید کې اوه افغان سرتیري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
https://avapress.com/vdcezz8zwjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته