کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیمروز والی: خلګ د اوبو میترونو پیسی ورکړی

26 حمل 1397 ساعت 8:11

د نیمروز والی په یو مراسم کې چی ددی ولایت د اوبو کمښت مشکلاتو حل په مقصد رامنځته شوی وو، د خلګو څخه وغوښت چی د اوبو میترونو پیسی ورکړی ترڅو د څښلو اوبو څخه برخمن شی.



په دی مراسمو کې چی د سیمه ایز مسؤولینو او نیمروز ولایت مشرانو په ګډون رامنځته شوی وو، محمد سمیع ددی ولایت والی په ټول هیواد کې د اوبو کمښت ته په اشاره سره وویل چی هغه کسان چی د اوبو د میترونو پیسی نه دی تحویل کړي، ډیر ژیر دی دا پیسی تحویل کړی.
هغه زیاته کړه چی هغه کسان چی د میتر پیسی نه ورکوی، اوبه به ورباندی قطع شی.
بازمحمد ناصر د نیمروز ولایتی شورا مشر د خلګو مشکلاتو ته په اشاره سره د اوبو رسولو په برخه کې، د حمیدالله یلانی، د نیمروز اوبو شرکت مشر څخه وغوښت ترڅو د یو جامع طرحی په رامنځته کولو سره د نیمروز اوبو کمښت مشکل حل کړی.
حمیدالله یلانی هم خپل خبرو په لړ کې خلګو ته وعده ورکړه ترڅو د اوبو میترونو کمبودی مشکلات هرڅه ژیر به برطرفه کړی او د نیمروز اوبو رسولو په برخه کې جدی اقدامات ترسره کوی.
دا په داسی حال کې دی چی سږ کال د اوبو کمښت ټول هیواد ګواښوی او بزګران د سختو مشکلاتو څخه مخ دی.
 
 


د مطلب کود: 161824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161824/نیمروز-والی-خلګ-د-اوبو-میترونو-پیسی-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com