کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه سوریی باندی د امریکا، فرانسې او انګلستان بریدونو په وړاندی سخت غبرګون ښودلي

26 حمل 1397 ساعت 8:30

روسیه د امریکا، فرانسیې او انګلستان بریدونو په وړاندی چی په سوریه کې یی ترسره کړي، غواړی د S-300 ډوله توغندیو ضد میزایلو سیستم سوریی ځواک ته وسپاری.



د سوریې پوخ یو لوړپوړي چارواکی جنرال سرګې رودسکوي رسنیو ته ویلي، چې مسکو د امریکا وروستي برید په غبرګون کې په دې اړه غور کوي.
نوموړی پر امریکا سخت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې امریکا غواړي د ورته بریدونو او اقداماتو په وسیله د سیمې وضعیت خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سوریه د امریکا، فرانسې، او انګلستان هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به د انساني فاجعې د زیاتوالي لامل شي.
د روسیې حکومت پر سوریه د هوایي برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنی غونډې د رابللو غوښتنه هم کړې ده.
په امریکا کې د روسیې سفیر هم له دې وړاندې ویلي وو، چې پر سوریه هوایي بریدونه به ناوړه عواقب ولري.
 


د مطلب کود: 161829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161829/روسیه-سوریی-باندی-د-امریکا-فرانسې-او-انګلستان-بریدونو-په-وړاندی-سخت-غبرګون-ښودلي

آوا
  https://www.avapress.com