دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 161829
روسیه  سوریی باندی د امریکا، فرانسې او انګلستان بریدونو په وړاندی سخت غبرګون ښودلي
روسیه د امریکا، فرانسیې او انګلستان بریدونو په وړاندی چی په سوریه کې یی ترسره کړي، غواړی د S-300 ډوله توغندیو ضد میزایلو سیستم سوریی ځواک ته وسپاری.

د سوریې پوخ یو لوړپوړي چارواکی جنرال سرګې رودسکوي رسنیو ته ویلي، چې مسکو د امریکا وروستي برید په غبرګون کې په دې اړه غور کوي.
نوموړی پر امریکا سخت نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې امریکا غواړي د ورته بریدونو او اقداماتو په وسیله د سیمې وضعیت خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر سوریه د امریکا، فرانسې، او انګلستان هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به د انساني فاجعې د زیاتوالي لامل شي.
د روسیې حکومت پر سوریه د هوایي برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنی غونډې د رابللو غوښتنه هم کړې ده.
په امریکا کې د روسیې سفیر هم له دې وړاندې ویلي وو، چې پر سوریه هوایي بریدونه به ناوړه عواقب ولري.
 
https://avapress.com/vdccisqso2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته