د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي، پاکستان ژمن دی چې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو په هره کچه مرسته وکړي.
د افغان سولې بهیر په اړه د پاکستان لوی درستیز څرګندونې
26 حمل 1397 ساعت 9:29
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي، پاکستان ژمن دی چې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو په هره کچه مرسته وکړي.
نوموړی پرون د پاکستاني پوځیانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې موږ په دې بار یو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت پرته په پاکستان کې د سولې او امنیت ټینګښت به ناشونې وي.
جنرال باجوه د ترهګرو پر ضد د پاکستاني پوځیانو د هلو ځلو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې پاکستان له خپل خاورې څخه د ترهګرو کابو ټول زیربناوې او امن ځایونه لمنځه وړې ده.
هغه وویل، چې د ترهګرو د ځینو پاتې شونو د ځپلو په موخه د راد الفساد د عملیاتو په چوکاټ کې هلې ځلې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکي وایي، د طالبانو او د حقاني شبکې ډلمشران لا هم دپاکستان په خاوره کې امن ځایونه او د یادو ډلو پر خلاف د پاکستاني د عملیاتو په ترڅ کې د پام وړ ګامونه نه دی پورته شوي.
د مطلب کود: 161834