کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1397 ساعت 9:56

په خوست ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، په ځاځي میدن ولسوالی کې او د ډیورڼد کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي.



د خوست امنیه قومانداني سرپرست عبدالحنان تائید کړه، چې د واړو غاړو ترمنځ نښتې نن سهار پیل شوه.
هغه زیاته کړه، چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت شره مخ شول.
د نښتې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
په مرکز کې چارواکو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 161836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161836/ډیورنډ-کرښې-ته-څېرمه-د-افغان-او-پاکستاني-پوځیانو-ترمنځ-نښتې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com