دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 161847
د جوزجان په عملیاتو کې د وژل شویو داعشیانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد
په جوزجان ولایت کې د افغان او امریکایي پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو داعشیانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، نن له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، د یوسف په نوم د داعشیانو د یوه ځایي قوماندان په ګډون  ۲۰داعشیان د جوزجان په درزاب ولسوالۍ، د طالبانو د یوه ځایي قوماندان په ګډون ۸ ترهګر د هرات په چشت شریف ولسوالۍ، ۵ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۶ ترهګر د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ، ۶ ترهګر د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ، یو ترهګر د غزني په اندړو ولسوالۍ او یو بل ترهګر د هلمند په مرکز کې وژل شوي دي. د مرکز
رادمنش همدارنګه وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۹۹ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۲۱ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۸ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۳ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0sqsm2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته