دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 161849
بغلان کې د وارداتي برېښنا پایې د ویجاړولو پر عاملینو هوایي بریدونه
په بغلان ولایت کې افغان هوایي ځواکونو د وارداتي برېښنا پایې د ویجاوړلو پر عاملینو هوایي بریدونه ترسره کړي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د افغان هوایي ځواکونو اړوند MD-530F الوتکو د دوشي ولسوالی په دهن لرخاب سیمه کې پر وسله والو طالبانو بریدونه ترسره کړي.
سرچېنه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو یوه غړی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، دغه کسان هڅه کوله  تر څو په سیمه کې د ویجاړې شوې پایې د ترمیم مخه ونیسي.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سیمې وضعیت دا مهال تر کنټرول لاندې دي او د برېښنا شرکت اړوند کارکوونکو کولای شي د ویجاړې شوې پایې د ترمیم لپاره خپل کار پیل کړي.
بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdceez8zojh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته