کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي

26 حمل 1397 ساعت 12:23

د ننګرهار پولیس وايي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو یې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي.



د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې دوه تنه نیول شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی او په ترڅ کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.


د مطلب کود: 161852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161852/ننګرهار-کې-۳۰۰-کېلو-ګرامه-نشه-یي-توکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com