دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 161878
سوریه ته د ټرامپ بیاځلې خبرداري
ددی وروسته چی امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریی پرځینو سیمو باندی توغندی وويشتل، امریکا وایی چی که سوریه بیا کیمیاوی برید وکړی، بیا به هم ورباندی برید وشی.
سوریی رژیم ته د امریکا ولسمشر ټرامپ خبرداری ورکړی چی که بیا کیمیاوی برید ترسره کړی نو ورباندی برید ترسره کیږی.
په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د شنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې دې سهار له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې که د سوریې رژیم بیا له زهرجنو ګازو کار واخلي، متحده ایالات لاس په ماشه دی او بیا به پرې حمله وکړي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې امریکا، بریتانیا او فرانسې د شنبې په شپه د سوریې یو لړ پوځي اهداف او هغه مراکز چې کیمیاوي وسلې تولیدوي، تر بریدونو لاندې ونیول.
د کیمياوي وسلو د مخنیوي د سازمان څارونکي د شنبې په ورځ دمشق ته رسېدلي او ټاکل شوې چې نن د پېښې په ځای کې د کیمياوي برید د ادعا په اړه څېړنې پیل کړي.
پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د راکټي بریدونو په اړه جنرال کینیت مک کینزي د شنبې په ورځ په پنتاګون کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سوریې د رژیم د کیمياوي وسلو درې مهم ځایونه په نښه شوي وو.
https://avapress.com/vdcguq9q7ak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته