کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی باندی برید کړي او ۱۱ تنه اربکیان وژلي

27 حمل 1397 ساعت 10:46

د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی کې د اربکیانو پر یو پوستې باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۱۱ تنه ددی ځواکونو څخه په شهادت رسیدلی دی.



د آوا په ګزارش سره، په دی ولایت کې سیمه ایز چارواکې ددی برید په تایید سره د ۱۱ تنو اربکیانو وژل کیدو څخه خبر ورکوی.
ذبیح الله امانی، د سرپل والی ویاند ویلی چی تیره شپه د طالبانو برید په ترڅ کې چی د تغای خوجه او تبر پر کلیو باندی ترسره شوی وو، ۱۱ تنه ددی ځواکونو څخه وژل شوی دی.
دا برید په داسی حال کې صورت نیسی چی دا ځواکونه د خپل کلیو د امنیت ساتلو لپاره ځای پرځای شوی وو.
ویل کیږی چی ددی برید په جریان کې، د طالبانو څخه هم دری جنګیدونکې د نورالدین په شمول چی طالبانو یو مشهور قوماندان دی، وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
 


د مطلب کود: 161899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161899/طالبان-د-سرپل-ولایت-سانچارک-ولسوالی-باندی-برید-کړي-او-۱۱-تنه-اربکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com