درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه سړى نن سهار وختي ددريو بجو په شاوخوا کې دښکار لپاره له خپل کور څخه دچاريکارو ښار دصيادان توس کلي ته تللي و اوله ستنيدو وروسته يې خپله ميرمن له يوبل سړي سره په خپل کور کې وليدله او دوى يې دټوپک په ډزو سره ووژل .
دپروان ولايت يوه امنيتي خبرځاى ویلی چې ددغه سړي ديرش کلنې ميرمنې دفريد په نامه له يوه سړي سره ناروا اړيکې لرلې او دى کله چې ښکار ته ځي ميرمن يې دخپل زوى دغه دوست کور ته راغواړي او دواړه په ناروا کار لاس پورې کوي او په پاى کې وژل کيږي .
تسليم شوي سړي دخپلې ميرمنې او دميرمنې دزوى ددوست په وژنې اعتراف کړى دى .