دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 161921
سرچینې: سراج الدین حقاني او ملا عبیدالله د سولې مخالفت کوي
سرچینې وایي سراج الدین حقاني او ملا عبیدالله د افغانستان حکومت سره د سولې خبرو پیل پر وړاندې خنډ دي.
پآکستاني رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو له خولې ویلي چې ملا هبت الله افغانستان حکومت سره د سولې خبرو پیل ته لیوالتیا لري، خو د حقاني شبکې د بنسټ ایښودنکي جلال الدین حقاني زوی سراح الدین حقاني او ملا عبیدالله اسحاق زی د سولې د دغو خبرو د پیل پر وړندې خنډ ګرځیدلي.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و، چې طالبان د افغانستان حکومت د سولې د وروستي وړاندیز په تړاو بحث کوي، خو دوی کې داسې کسان شته چې نه غواړي افغان حکومت سره سوله وکړي.
افغان حکومت د کابل د بهیر په دویمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښولی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0ydyyw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته