کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزیر د دې وزارت د سترو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو د توضیحاتو په اړه د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې ګډون وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1397 ساعت 15:35

مالیې وزیر د دې وزارت د سترو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو د توضیحاتو په اړه د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې ګډون وکړ


مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د وري میاشتې په ۲۷ مه نېټه په پارلماني چارو کې د دولت مرستيال وزیر ښاغلي ډاکټر كريم باز، په ملتیا د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې چې غوښتنه یې د مالیې وزارت لخوا شوی وه، ګډون وکړ.
 
مالیې وزیر د ملت استازو ته په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ملي عوایدو د راټولیدو او د پراختیایې بویدیجې د لګښت، د مالیې وزارت لخوا له څلورو کاري ورځو څخه یوې کارې ورځې ته د تخصیصاتو د اجرا مودې راکمولو، د کثیرالمقاصدو بندونو د ملي پروګرام، سیمه ایزو همکاریو، په ۱۳۹۶ کال کې د اقتصاد عالي شورا د سترو لاسته راوړنو، د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې په تر سره شویو فعالیتونو، د هیواد په عایداتي سرچینو او ګمرکونو کې د اصلاحاتو د راوستو او د دولتي املاکو له غصب څخه د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
 
همدا شان مالیې وزیر وویل، چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې مالیې وزارت توانیدلی چې د لومړیتوب لرونکو پراختیایې او ملي پروګرامونو د تمویل لپاره ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر، ۴۹۷ میلیونه یورو، ۳۷ میلیونه کاناډایې ډالر او د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې ۱،۲ میلیارده امریکایې ډالر نړیوالې مرستې جلب کړي.
نوموړي زیاته کړه: د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د ملي عوایدو راټولیدو لپاره ۱۶۹،۵ میلیارده افغانۍ او د پیسو نړیوال صندوق لخوا ۱۷۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې مالیې وزارت د وري میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې توانیدلی ۴۷،۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه میلیارده افغانۍ یا ۴٪ زیاتوالی ښیې.
 
مالیې وزیر د ملت استازو ته ډاډ ورکړ، چې مالیې وزارت د افغان حکومت په استازيتوب د ژنیو کنفرانس ته چې ټاکل شوې ده د روان کال د نوامبر په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه تر سره شي بشپړ چمتو والی لري او په دې برخه کې له نړیوالو پراختیایې شریکانو سره مذاکرې دوام لري.
 


د مطلب کود: 161932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161932/مالیې-وزیر-د-دې-وزارت-سترو-لاسته-راوړنو-او-راتلوونکو-پلانونو-توضیحاتو-په-اړه-ولسي-جرګې-عمومي-استماعیه-ناسته-کې-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com