دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 161976
نیکلسن: سولې ته راوستلو لپاره پر طالبانو باندی نظامی، سیاسی او ډیپلوماتیک فشارونه ډیروو
په افغانستان کې د ناتو ماموریت عمومی قوماندان جنرال نیکلسن وایی چی سولې ته د راماتولو لپاره به پرطالبانو باندی سیاسی، نظامی او ډیپلوماتیک فشارونه ډیر کړو.

جنرال جان نیکلسن دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو د وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره یو ځای په کندهار کې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال ګواښ وکړ چې د افغان حکومت د قوي موقف لپاره به پر طالبانو د سیاسي او ډيپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم زیات کړي.
د نیکلسن په خبره د سولې راوستلو لپاره باید پر پاکستان ډیپلوماتیک فشار راشي، څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
همدارنګه جنرال جان نیکلسن د افغان حکومت له‎خوا طالبانو ته د سولې وړاندیز او له هلمند څخه د راپورته شوي د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ.
 
https://avapress.com/vdcfeydyvw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته