کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیکلسن: سولې ته راوستلو لپاره پر طالبانو باندی نظامی، سیاسی او ډیپلوماتیک فشارونه ډیروو

28 حمل 1397 ساعت 9:32

په افغانستان کې د ناتو ماموریت عمومی قوماندان جنرال نیکلسن وایی چی سولې ته د راماتولو لپاره به پرطالبانو باندی سیاسی، نظامی او ډیپلوماتیک فشارونه ډیر کړو.



جنرال جان نیکلسن دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو د وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هېوادونو له سفيرانو سره یو ځای په کندهار کې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن کندهار ته د خپل سفر پر مهال ګواښ وکړ چې د افغان حکومت د قوي موقف لپاره به پر طالبانو د سیاسي او ډيپلوماتيکو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونه هم زیات کړي.
د نیکلسن په خبره د سولې راوستلو لپاره باید پر پاکستان ډیپلوماتیک فشار راشي، څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
همدارنګه جنرال جان نیکلسن د افغان حکومت له‎خوا طالبانو ته د سولې وړاندیز او له هلمند څخه د راپورته شوي د سولې د ولسي حرکت ملاتړ وکړ.
 


د مطلب کود: 161976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161976/نیکلسن-سولې-ته-راوستلو-لپاره-پر-طالبانو-باندی-نظامی-سیاسی-او-ډیپلوماتیک-فشارونه-ډیروو

آوا
  https://www.avapress.com