دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 161978
د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل
د ملی اردو ۲۰۳ تندر قوماندان په وینا نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالی په اړوند سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دی.

په سوېل ختېځ کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قومانداني وایي، د پکتیا ولایت ډنډه پټان او ځاځي میدان ولسوالیو اړوند سیمو کې د (فتح) په نوم ګډ عملیات پیل شول.
سرچېنه زیاتوي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د فتح په نوم ګډ چاڼیز عملیات د پکتیا ولایت ډنده پټان او د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالیو اړوند مربوطاتو کې نن ورځ چې د ۱۳۹۷کال د وري میاشتې له ۲۷ نیټې سره سمون لري، د تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرل شعورګل تر قوماندې لاندې پیل کړل.
د تندر قول اردو په وینا، په دې عملیاتو کې د تندر قول اردو جزوتامونو سربیره ټول امنیتي ځواکونه ګډون لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ځاځي میدان ولسوالی په اوږدو کې پرون د افغان سرحدي پولیسو او پاکستان پوځ ملېشو ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د پاکستان پوځ یو شمېر سرتېري ووژل شول.
د دغو نښتو په ترڅ کې د ځاځی میدان ولسوالی دوه ځایي اوسېدونکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 
https://avapress.com/vdchqznz623n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته