دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 161980
له پاکستان سره د افغان طالبانو تر ټولو لویه اکمالاتي لار وتړل شوه
په پکتیا ولایت کې ځایي چارواکي وایي، په ډنډه پټان ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې له کرمې ایجنسۍ څخه جنوب ختیځ زون ته د وسله والو طالبانو تر ټولو لویه اکمالاتي لار د تل لپاره وتړل شوه.
د پکیتا ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو عملیاتو کې د ډ‌نډه پټان ولسوالۍ د ټونګۍ سر، ټوپ سر، کوچ حرم تر نامه لاندې سیمې له څو کلونو وروسته د افغان دولت تر حاکميت لاندې راغلې او په دغو دَرو کې د انځرکي کنډو په نوم سوېل ختيځ زون ته د وسله والو طالبانو تر ټولو لویه اکمالاتي لار د عملياتو په ترڅ کې وتړل شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو طالبانو به د پاکستان تر کنترول لاندې کرمې اېجنسۍ څخه د همدې لارې په واسطه پکتيا او د جنوب ختيځ زون بېلابېلو ولایتونو ته اکمالات، د خپلو غړو، مړو او ټپیانو انتقال کاوه.
د ولایت مقام په وینا، په دغو عملياتو کې که څه هم وسله والو طالبان د افغان ځواکونو د منظم او ګڼ شمېري قوت پر وړاندې تر ډېره نه دي ټينګ شوي، خو په لومړني مقاومت کې یې ۱۲ تنه وژل شوي، څو تنه نور یې ټپیان شوي دي، لسګونه ماينونه هم د افغان ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي. د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي چې د دغو عملياتو ګډونوال دی، د انځرکي کنډو په سیمه کې رسنيو ته وويل، چې د وسله والو طالبانو د دغې اکمالاتي لارې په تړل کېدو سره به نه یوازې د پکتيا بلکې د جنوب ختيځ زون په امنیتي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.
نوموړي وويل، چې د عملياتو په نتيجه کې د افغان دولت د حاکميت ساحه هم زیاته شوې او افغان عملياتي ځواکونه به په نيول شویو سيمو کې د پوستو او بېزونو تر ځای پر ځای کېدو پورې شتون ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n6w49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته