دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 162004
د حمل ۲۸مه د شاتو د ورځې په نوم ونومول شوه
تېر کال په ټول هېواد کې شااوخوا ۲۱۰۰ ټنه باکیفیته شات تولید شوي وو چې د ۱۳۹۵کال په پرتله په‎کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت او د شاتو تولیدوونکو ټولنو د حمل ۲۸مه د شاتو د ورځې په نوم ونوموله.
په‎دې مناسبت نن سې شنبه په کابل کې د هېواد د شاتو د تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د هېواد د شاتو د بېلابېلو ولایتونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.
ښاغلي رستمي وویل، تېر کال په ټول هېواد کې شااوخوا ۲۱۰۰ ټنه باکیفیته شات تولید شوي وو چې د ۱۳۹۵کال په پرتله په‎کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
ده وویل، د کرنې وزارت پلان لري په ټولو ولایتونو کې د شاتو د مچیو له روزونکو او پالونکو سره لازمې مرستې وکړي چې د هېواد د شاتو کیفیت او کمیت لوړ او له بهره‌يې د وارداتو کچه ټیټه شي.
ده هیله وښوده، سږ کال په هېواد کې د شاتو تولیدات له تېر کاله هم زیات شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuraz5t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته