دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 162006
د تذکرو پر اساس د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر په اړه د عبدالله دریځ
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکو تاکنو لپاره د تذکرو پر اساس د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پیل هرکلی وکړ.
نوموړی په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تاداماچي یاماموتو سره د کتنې پر مهال د تذکرو پر اساس د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د رڼو ټاکنو لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
په همدې حال کې ښاغلي یماموتو د نویو اصلاحاتو پر اساس د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د پیل په اړه رضایت وښود او زیاته یې کړه چې دغه بهیر به د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانستل شوه.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان بدیع صیاد وایي، د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د تلې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.
نوموړی کابو دوه اوونی مخکې په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي ووی، چې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو او بنسټونو شتون به د دې ټاکنو د روڼتیا سبب شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawun6i49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته