کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تذکرو پر اساس د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر په اړه د عبدالله دریځ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1397 ساعت 15:16

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکو تاکنو لپاره د تذکرو پر اساس د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پیل هرکلی وکړ.


نوموړی په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تاداماچي یاماموتو سره د کتنې پر مهال د تذکرو پر اساس د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د رڼو ټاکنو لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
په همدې حال کې ښاغلي یماموتو د نویو اصلاحاتو پر اساس د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د پیل په اړه رضایت وښود او زیاته یې کړه چې دغه بهیر به د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانستل شوه.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان بدیع صیاد وایي، د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د تلې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي.
نوموړی کابو دوه اوونی مخکې په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي ووی، چې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو او بنسټونو شتون به د دې ټاکنو د روڼتیا سبب شي.


د مطلب کود: 162006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162006/د-تذکرو-پر-اساس-ټاکنو-لپاره-نوم-لیکنې-بهیر-په-اړه-عبدالله-دریځ

آوا
  https://www.avapress.com