کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو قوماندان: اوس وسله وال طالبان هم سوله غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1397 ساعت 16:21

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي اوس وسله وال طالبان هم سوله غواړي.


نوموړی پرون په کندهار ولایت کې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د کتې پر مهال وویل، چې چي اوس طالبان هم سوله غواړي، خو د حتمي کېدو لپاره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتيک فشارونه زیاتوي.
د کندهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال نیکولسن له خوله یې لیکل شوی، چې وسله والو طالبانو ته د حکومت هغه وړاندیزونه فرصت دی، چي د سولي په برخه کي يې د هغوئ د غوښتونو د منلو لپاره کړي.
هغه زیاته کړه، چې دده په خبره اوس طالبان هم سولي ته د هرکلي په حال کي دي، خو له دې سره – سره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتیکو فشارونو ته ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی که څه هم افغان چارواکي وایي ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.


د مطلب کود: 162017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162017/ناټو-قوماندان-اوس-وسله-وال-طالبان-هم-سوله-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com