کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی او کندهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو توپچی بریدونو له امله وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

29 حمل 1397 ساعت 10:40

د هیواد په سویل ختیځ غزنی ولایت کې د افغان ځواکونو توپچی بریدونو په ترڅ کې ۲۹ تنو ته مرګژوبله اوښتي ده.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د غزني ولایت د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان پوځ د توپچي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وسله وال وژل شوی.
سرچېنه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال ټپيان هم شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په وینا، د ورته عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال د کندهار شاه ولي کوټ، خاکریز او میوند ولسوالیو کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلا بېل سیمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه افغان پوځیانو د ترهګرو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 162045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162045/په-غزنی-او-کندهار-ولایتونو-کې-د-افغان-ځواکونو-توپچی-بریدونو-له-امله-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com