د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۳۱ ترهګر وژل شوي او ۳۷ نور یې ټپیان شوي دي.
نجراب ولسوالۍ کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
29 حمل 1397 ساعت 15:52
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۳۱ ترهګر وژل شوي او ۳۷ نور یې ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د ترهګرو د له منځه وړلو او امنیت د ټینګښت په موخه په ننګرهار، کنر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، ارزګان، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۲۹ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یاد وزارت د پوځي لاسته راړونو په اړه خبرې کولې، زیاته یې کړه: "چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۱ ترهګر د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ ، ۱۵ ترهګر د غزني په مقر، واغظ او اندړو ولسوالیو او ۵ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي."
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۲۴ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم یو هوایي برید شوي دي.
برید جنرال رادمنش ټینګار وکړ، چې د ترهګرو په له منځه تللو سره به یادو ولایتونو امنیتي حالت ډاډمن او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو زمینه به پکې برابره شي.
جنرال رادمنش دغه راز زیاته کړه، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو پر وړاندې په تعرضي حالت کې دي او ترهګرو یې پر وړاندې د درېدو توان له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به په هر ډول حالاتو کې د ترهګرو پر وړاندې ودرېږي او هغوی به له منځه یوسي.
د مطلب کود: 162076