د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر نن د چهار شنبې پر ورځ وروسته له غرمې، د چین ولسي جمهوریت د ولسمشر د مرستیال ښاغلي وان کیشن په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې به ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر د چین ولسي جمهوریت له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره لیدنې او خبرې وکړي. ملي امنیت سلاکار به د دې درې ورځني سفر په اوږدو کې د سولې په بهیر کې د چین د ولسي جمهوریت د سیاسي مشرتابه پر همکاریو، له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا او اقتصادي اړیکو پر بهبود د یاد هېواد له سیاسي مشرتابه سره بحثونه ولري.