دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 162107
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی په اړه د ولسي جرګې پرېکړه
د ولسي جرګې د رئیسانو کمېټې پرون چهارشبنې پرېکړه وکړه چې په راتلونکې چهارشنبې په ورځ دې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي استجوابیه غونډې ته استیضاح شي.
د ولسي جرګې رئس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د جرګې د رای ګېري له مخې د افغانستان ملي امنیت ریاست د عمومي رئیس د استیضاح په  موضوع د چهارشنبې په اجنډا کې شامله شوه.
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینو غړو د رئیسانو کمېټې د پرېکړې په اړه بېلا بېل غبرګونونه وښودل.
د جرګې ځینې غړي د رئیسانو کمېټې دغه پرېکړه غیر اصولي او غیر قانوني وبللې خو یو شمېر نور وکیلان د دغه پرېکړې ملاتړ کوي.
د رئیسانو کمېټې ملاتړې د هېواد اوسني وضعیت په کتو وایي د ملي امنیت د رئیس په ګډون ټول امنیتي مسؤلین په‎خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړو کابو درې اوونی مخکې هم د حکومت درې جګپوړي امنیتي چارواکي د ملي امنیت رئیس په ګډون د ناامنیو د زیاتېدو له امله استیضاح کړي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxiqsm2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته