کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان برښنا دوه لوی بندونو کې د سرمایه ګذاری لپاره هند زړه ښودلي

30 حمل 1397 ساعت 10:20

د اوبو او انرژی وزارت وایی چی هند غواړی چی د سروبی او باغ دره برښنا بندونو کې سرمایه ګذاری وکړی او ددی بندونو مشخصاتو غوښتونکې دی.



د آوا په ګزارش سرهو هند هغه هیواد دی چی د برښنا انرژی تولید لویو بندونو جوړولو په برخه کې ډیر تجربه لری.
اوس د معتبرو اسنادو په اساس چی د یک تلویزیون په اختیار کې قرار نیولی دی، هند ددی زړه ښودلي چی د باغ دره او سروبی-دو بندونو کې سرماه ګذاری وکړی.
آصف غفوری د اوبو او انرژی وزارت عمومی اړیکو مسؤول دا قبول کړه چی هند د افغانستان حکومت څخه غواړی ددی لویو بندونو مشخصات وروسپاری؛ خو د هغه په وینا هغه تراوسه د هند سرمایه ګذاری شکل او نوعیت په اړه کوم معلومات نه لری.
د ګزارشونو په اساس، د باغ دره برښنا بند چی د پنجشیر او غوربند دریا باندی جوړ شوی لږ ترلږه ۳۰۰ میګاوات برښنا به تولید کړی او په سیمه کې به د برښنا لویو بندونو څخه وی.
همدارنګه د سروبی-دو برښنا بند نږدی ۱۰۰ میګاواتو پوری به برښنا تولید کړی.
پرویز کاوه د هیواد ورځپاڼه لیکونکو څخه په دی اړه وویل چی افغانستان حکومت باید هیواد اساسی زیربناوو جوړونو کې مهم فرصتونه له لاسه ورنه کړی.
د ریپورتونو په اساس، هند مخکې له دی د هرات په ولایت کې د سلما برښنا بند جړ کړي.
 


د مطلب کود: 162112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162112/د-افغانستان-برښنا-دوه-لوی-بندونو-کې-سرمایه-ګذاری-لپاره-هند-زړه-ښودلي

آوا
  https://www.avapress.com