په لوګر ولایت کې د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر او یوه ښځه د نښتې په ترڅ کې وژل شوي.
لوګر کې د طالبانو جګپوړي ډلمشر او یوه ښځه وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1397 ساعت 14:18
په لوګر ولایت کې د طالبانو یوه جګپوړي ډلمشر او یوه ښځه د نښتې په ترڅ کې وژل شوي.
د لوګر ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د لوګر ولایت مرکز اړونده دادوخیلو په سیمه کې امنیتې ځواکونو خپلو پوستو ته د اکمالاتو کولو پر مهال د دښمن له کمین سره مخامخ شول چې په نتیجه کې خوشبختانه امنیتې ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی خو د طالبانو یو مهم قوماندان چې عنایت خان نومیده د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشر د ملا عزیزالله د ګروپ عړی و.
د ولایت مقام په وینا، په یاده نښته کې د وسلوالو لخوا په ډزو کې یوه ملکې ښځه هم په شهادت رسیدلې.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لوګر د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د مطلب کود: 162132