دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 162142
چین ته د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار سفر
افغانستان اسلامی جمهوریت ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر نن د چین هیواد د ولسمشر مرستیال په غوښتنه چین ته سفر وکړ.

د دې سفر په ترڅ کې به دملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چین ولسي جمهوریت له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره کتنې او خبرې وکړي.
ویل کیږی چی دملي امنیت سلاکار به د دې درې ورځني سفر په اوږدو کې د سولې په بهیر کې د چین د ولسي جمهوریت د سیاسي مشرتابه پر همکاریو، له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا او اقتصادي اړیکو پر ښه والې د دغه هېواد له سیاسي مشرتابه سره بحثونه ولري.
https://avapress.com/vdcba5b85rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته