دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 162143
د امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیاتونو کې ترهګرو ته درنه مرګژوبله
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیاتونو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوی او ۳۷ تنه نور ټپیان شوی دی.

دغه عملیات د ترهګرو د له منځه وړلو اود امنیت د ټینګښت په موخه په ننګرهار، کونر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، ارزګان، فاریاب، بلخ اود هلمندپه ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دویاند مرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت د پوځي لاسته راړونو په اړه خبرې کولې، زیاته یې کړه: "چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۱ ترهګر د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ ، ۱۵ ترهګر د غزني په مقر، واغظ او اندړو ولسوالیو او ۵ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي."
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۲۴  ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم یو هوایي برید شوى دى.
برید جنرال رادمنش ټینګار وکړ، چې د ترهګرو په له منځه تللو سره به دغو ولایتونو امنیتي حالت ډاډمن او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو زمینه به پکې برابره شي.
https://avapress.com/vdcc0iqs12bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته