دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 162157
۲۰۱۷ میلادی کال کې یو لک او ۷ سوه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوي
په تیر میلادی کال کې نږدی یو لک او ۷ سوه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوی ده.

دا شمېره په اروپا يي هېوادونو کې د پناه اخستونکو ۵ لکه او څلوېښت زرو کډوالو ۱۹په شلو کې جوړوي.
د اروپا د احصايې دفتر نن وویل د منل شویو پناه غوښتونکو دا شمېر د هغو په مقایسه ۲۵ په سلو کې کم دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په اروپايي اتحادیه کې ورته پناه ورکړل شوې ده.
سوريې کډوال او پناه غوښتونکي په اول مقام، افغانان په دوهم او د عراق وګړي په دریم ځای کې دي.
جرمني تر ټولو زیات کډوال او پناه غوښتونکي منلي دي او تر دې هېواد وروسته فرانسه، ایټالیا، اطریش او بیا سویډن دی چې زیات شمېر پناه غوښتونکو ته يې پناه ورکړې ده.
https://avapress.com/vdchminzq23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته