دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 162158
ننګرهار کې افغان ځواکونو بریدونو  له امله ۳۰ تنه داعشیان وژل شوی
د هیواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په نویو بریدونو کې داعش وسله والو ته مرګژوبله اوښتي دی.

په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان  ویلي چې په نويو بريدونوکې  ٣٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  داچين ،.  کوټ ، هسکې مينې  او دربابا دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې ،  په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانونن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې  ددريو ماينونو په کشف او شنډولو سره  ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه شنډه کړه .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې  دډار اچوونکو دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دې ډيپو کې  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي   چې داعشيانو ددغې ډيپو له وسايلو څخه  په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې  استفاده کوله .
https://avapress.com/vdciwrazvt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته