د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو وایی چی د لارو د بندېدو له امله، اوس په یاده ولسوالۍ کې خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شوي او د واښو خوړولو ته مجبور شوي دي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې دوی دې په خپلو منځونو کې د سپر په توګه نه کاروي او لارې دې ورته خلاصې کړي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وايي، په دې اړه يې خلک لېږلي او له طالبانو سره د ستونزې پرحل خبرې روانې دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د لارې بندوالی مني او وايي چې دا دولت تړلې ده.